تالقان باختردتلې دمياشتې٢٦نيټه :
د رسمي او غير رسمي عدالت ترمنځ د اړيکو په نامه کنفرانس نن د سولې او پيوستون لپاره د ټولنيزې موسسې له خوا د تخار ولايت د ښځو چارو د رياست په همکارۍ په تالقانوکې جوړه شوه .
د دغې موسسې عمومي مسوول کنشکا راسخ د باختر آژانس خبريال ته وويل؛ ددغه کنفرانس د جوړولو هدف د سولې د شوراګانو له لارې د شخړو د حل د څرنګوالي په باب خلکو ته د پوهاوي ورکول دي او همدا اوس د تخار ولايت د ولسواليو په کليوکې ښځو ته د سولې ديرش شوراګانې جوړې شوې دي.
ده زياته کړه: د دغو شوراګانومسووليت دخلکو دشخړو دحل او دکورنيو ستونزو د قضيو څيړل دي.
دغه راز د دغه کنفرانس يوشمېر برخه والو د شخړو په حل کولوکې د ولسواليو په کليوکې د دغو شوراګانو جوړول ګټور وبلل.
پاى ج ذ