امنیت

په کشميرکې د هند او پاکستان د ځواکونو ترمنځ د جګړې له امله څلورتنه ووژل شول

نوي ډيلي- ډيلي ميل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٤
د کشمير د لانجمنې سرحدي سيمې په اوږدوکې د پاکستان او هند د سرحدي ساتوونکو ترمنځ په متقابلو ډزوکې د يوې تنکۍ ځوانې نجلۍ په ګډون څلور تنه ووژل شول .
د پاکستان اردو وويل چې جګړه تېره شپه هغه وخت ونښته چې هندي ځواکونو د سيالکوټ ښار ته څېرمه د توپونو په ډزو سره د دواړو هيوادونو ترمنځ د اور بند موافقه ليک مات کړ.
خو ، هندي مقامات، پاکستان د دغې نښتې په پيلولوکې ملامت بولي.
پرون هم په څو سيموکې نښتو زور واخست چې له امله يې د هند تر کنترول لاندې کشمير د سرحدي سيمو په سلګونو تنو اوسيدونکي له خپل کورونو څخه وتلو ته اړ شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته