نړۍ

په کشميرکې د هند او پاکستان د ځواکونو ترمنځ نويو نښتوکې پنځه تنه ووژل شول

اسلام آباد- د آزادي راديو – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٦
د کشمير په شخړ وړ سرحدي سيمه کې د پاکستاني او هندي ځواکونو د جګړو له امله پنځه تنه ووژل شول.
د پاکستان اردو وايي: دهندي ځواکونو له خوا د هاوان د بريدونو له امله د ختيځ سيالکوټ ښارته څېرمه د يوه تنکي ځوان هلک په ګډون پنځه تنه پاکستاني ملکي وګړي ووژل شول.
مخکې له دې د هند اردو ويلي و چې يو هندي عسکر هغه وخت ووژل شو چې د هندپه سرحدي ځواکونو د سرينګر په ښارکې د پاکستاني د ځواکونو له خوا راکټي بريد وشو. د هند او پاکستان ځواکونو په يوبل خونړۍ ډزې وکړې چې دوه تنه پاکستاني عسکر د مرغومي د مياشتې په لسمه نيټه د هندي ځواکونو د ډزو له امله ووژل شول.
دوه اټومي قدرتونه هند او پاکستان د کشمير د مسئلې پرسر چې زياتره وګړي يې مسلمانان دي؛ تراوسه پورې دوه ځلې جنګيدلي دي.
هند او پاکستان دواړه کشمير د خپلې خاورې برخه بولي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته