روغتیا

په کروناویروس ۳۷ اخته کسان مړه شوي دي

کابل / د زمري ۱۰مه / باختر
د عامې روغتيا وزارت اعلام کړى دى چې په تېرو ٢۴ ساعتو کې په هېواد کې ۴۸۴ کسان په کروناویروس اخته شوي دي.
د دغه وزارت د شمېرنو له مخې؛ په یاده موده کې په کروناویروس ۳۷ اخته کسان مړه شوي او ۱۳۴۱ تنه نور روغ شوي دي.
د عامې روغتيا وزارت شمېرنې ښيي چې په هېواد کې د کووېډ -۱۹ ناروغۍ د خپرېدو له پيله تراوسه پورې ۱۴۷ زرو ۹۸۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې له دې جملې څخه ۶ زرو ۷۷۴ تنه مړه شوي دي.
د عامې روغتيا وزارت له خلکو څخه غوښتي دي چې د کروناويروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره روغتيايي لارښوونې او سپارښتونه رعايت کړي.
پای/ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته