ټولنه

په کرخ کې يو ستر پل جوړ شول.

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٣
د کرخ  ولسوالۍ دتاجکانو په کلي کې د  يو  پل په جوړولو سره د  دغې ولسوالۍ دپنځلسو زرو تنو اوسيدونکو ستونزې  لرې  شوې.
دغه   پل د اتو مليونو    افغانيو   په لګښت   جوړ شوى دى  چې دهرات    د  والي سيد فضل الله وحيدي او دکليو دبياجوړولو او پراختيا د  وزير   انجينير ويس برمک له خوا په  ولسي جرګه او په  ولايتي شورا کې دخلکو ديو شمير استازو په  حضور کې پرانستل  شو .
دکرخ ولسوالۍ دتاجکانو د کلي پل چې د  درې ويشتو کليو ترمنځ   ترانسپورتي اړيکې تامينوي په پاخه او اساسي ډول د دوه اتيا مترو  په اوږدوالۍ او پنځو مترو په سور سره جوړ شوى دى  .
د  کليو د بياجوړولو او پراختيا رييس محمد صديقي باختر آژانس ته وويل  :
د دغه پل په جوړولو  کې ټول معيارونه په پام کې نيول شوي دي او دخلکو په سلو
کې دلسو په  ونډې سره جوړ شوى دى .
په ولسي جرګه کې دخلکو استازي ميرمن کرخي  دخلکو دستونزو په لرې کولو کې ددغه پل جوړول مهم بولي او وايي تيرکال د پله دنشتوالۍ له امله په  ژمى کې دسيمې د اوسيدونکو اړيکې شليدلې  وې   د ولسوالۍ مسوولينو او  د سيمې خلکو  ددغه پله د  جوړويدو له امله   قدرداني و کړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته