ټولنه

په کرخ کې د اوبو د بريښنا د توليد ديوې کوچنۍ دستګاه پرانستل .

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٣
د اوبو دبريښنا د توليد يوه  دستګاه   هم   په  کرخ  ولسوالۍ ګټې اخستنې  ته وسپارل شوه.
دغه دستګاه  د  کال په هر فصل کې د ديارلسو  کيلو واټو په ظرفيت د توليد وړتيا
لري چې دهرات ولايت دانجينيرانوله خوا جوړه شوې  ده .
د هرات ولايت د اوبو او بريښنا د رياست يو مسو ول باختر آژانس ته   وويل   دغه طرحه هم  په شپږو مياشتو کې بشپړه شوې ده چې  دکرخ  ولسوالۍ د دوست محمد بيګ  په کلي کې ديوسلو لسو کورنيو  د اړتيا وړ بريښنا  تامينوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته