نړۍ

په کراچۍ ښارکې د پوليودواکسيناسيون پرټيم د بريد له امله درې تنه ووژل شول.

کراچۍ ښار ډان  باختر دسلواغې دمياشتې ١
دپاکستان په  کراچۍ ښارکې د پوليو يا دماشومانو دګوزڼ  د  ناروغۍ پرخلاف دواکسيناسيون پرټيم د بريد له امله   د دوو تنو ښځو په  ګډون  څه ناڅه درې تنه ووژل شول.
دغه بريد نن سهار دناپيژندل شويو وسله والو کسانو له  خوا دکراچۍ ښار په قيوم آباد ښار کې  وشو.
باختر آژانس   د ډان ورځپانې دسايټ   له خولې خبر راکړ  :  دماشومانو دفلج دناروغۍ  پرخلاف د  واکسيناسيون د ټيم د  کارکوونکو وژنه   دويرې او ډار او
د  پاکستان په   بيلابيلو  ښارونو کې د  ماشومانو د  فلج  د  ناروغۍ   پرخلاف دواکسناسيون  دټيمونو دکار دځنډيدوسبب شوى دى.
پوليس وايي څلورو  تنو وسله والو موټر سايکل سپرو  نن سهار د  ماشومانو دفلج دناروغۍ  پرخلاف د  واکسيناسيون پرټيم بريد وکړ چې  له امله يې د دوو ښځو په ګډون ددغه  ټيم درې  تنه کارګران  ووژل شول او يو تن بل يې ټپي شو.
تراوسه  پورې   ددغه بريد مسووليت چاپ په غاړه نه دى اخستى  . خوياغيانو په تيرو وختونو کې  زياتره  د  ماشومانو د فلج د ناروغۍ پرخلاف د  واکسيناسيون پرټيمونو بريدونه کړي دي .
پاکستان په   نړۍ کې  يو له هغو  دريو هيوادونو څخه دى  چې لاتراوسه   پورې هم دماشومانو دګوزڼ   نارغۍ پکې  شته . خو ددغې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره په هلوځلو په  وارو وار د تندلارو په  بريدونو سره  ګوزار  شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته