په کراچي ښار کې د تاوتريخوالې د دوام له امله څلور تنه نور ووژل شول .
کراچي – باختر دمرغومي دولسمه :
دپاکستان په کراچي ښارکې نن د ډزو په پيښوکې څه ناڅه څلور تنه ووژل شول .
دپاکستان د ډان ورځپاڼې دخبر له مخې: دغه کسان دکراچي ښارپه ځينو سيموکې د ناپيژندل شويو کسانو له خوا په ډزو سره وژل شوي دي .
سربېره پردې، په را رسيدلو خبرونوکې ويل شوى دى چې تېره شپه د نوى کال دجشن په اور لوبه کې د دوو تنو ښځو په ګډون، څه ناڅه ٢٦ تنه ټپيان شول .