نړۍ

په کراچي ښار کې ديارلس تنه ووژل شول

-اسلام اباد  باختر د وري  دولسمه
  په تيرو دوو ورځو کې دکراچي ښار په بيلابيلو سيموکې د ډزو له امله څه ناڅه څوارلس تنه وژل شوي دي  .
دباختر  اژانس دپاکستان دنيوز  انترنشنل د خبري سايت له  خولې خبر راکړ چې په دغو ډزو کې چې دبنارس پله  ته څيرمه  په يوه موټر او  موټرسايکل کې ترسره شوي  له امله  يې پنځه تنه ووژل شول اوڅلورو تنو  دسختو ټپونو له امله وروسته په روغتون کې يې  ساورکړه .
دمتحده قومي غورځنګ د ډلې اړوندې کميټې نن  شنبه دماتم ورځ اعلام کړې ده او غوښتي يې دي  چې دغه ماتم  په سوله ئيز ډول ترسره شي .
دددغه خبر له مخې، ناپيژندل شويو وسله والو کسانو د پطرولو  په پمپ ستيشن په بريد  سره يو موټر چلوونکي وواژه  او يوبل چلوونکي يې ټپي کړ .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته