په کراچي ښارکې د چاودنې له امله څه ناڅه اووه تنه ټپيان شول
کراچي – باختر د مرغومې دريمه :
دکراچي ښار د خواجه اجميرنګري د سيمې دپوليسو په مرکزکې نن سهار دچاودنې له امله دپوليسو په ګډون، اووه تنه ټپيان شول.
د پوليسو دڅرګندونو له مخې:دوو تنو موټر سايکل سپرو د پوليسو په دغه مرکز د لاسي بم بريد وکړ، د لاسي بم توټې په سيمه کې موندل شوي دي.
په ټبيانوکې پوليس او نوي استخدام شوي عسکر هم ليدل کيږي، ځکه د پوليسو مرکز ته څېرمه يو روزنيز مرکز موقعيت لري.
د دغې پيښې د دوو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى.