په کراچي ښارکې تاوتريخوالې دوام لري
کراچي- باختر د تلي ١٨
دپاکستان په کراچي ښارکې په نويو نښتوکې ديوې ميرمنې په ګډون څه ناڅه اته تنه ووژل شول .
د ډيلي ټايمز ورځپاڼې دخبر له مخې: دغه کسان په تيرو ٢٤ساعتوکې دناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا په ډزو وژل شوي دي .
يوه اړونده خبرځاى وويل: له دغو اتو تنو څخه يو شمير يې د وسله والو موټرسايکل سپرو له خوا ووژل شول او ديو شمير نورو مړي دښار په واټونو کې ترلاسه شوي دي چې په ښکاره دغه کسان هم د قصدي وژنو دبريدونو دتاوتريخوالې قربانيان بلل کيږي .