په کاپیسا کې سلګونه کورنۍ د څښاک پاک اوبوته لاس رسی مومي

کابل / د چنګاښ ۲۰ / باختر
په کاپیسا کې د اوبورسولود یوې شبکې په جوړېدوسره ټاکل شوې ده سلګونه کورنۍ د څښاک پاک اوبوته لاس رسی ومومي.
د کلیو د بیا رغاونې او پرمختیا وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولوسره ویلي دي چې د دغې شبکې په جوړولوکې ۲ میلیونو۵۰۰ زره افغانۍ لګوي.
په دې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د دغې شبکې په ګټې اخیستنې سره څه نا څه ۳۰۰ کورنۍ د لومړي ځل لپاره د څښاک پاکو اوبوته لاس رسی مومي.
د کلي اوسېدونکي د دغې شبکې له جوړېدوڅخه خوښ دي او وايي چې کلونه کلونه کېږي له ناپاکو او سرخلاصو اوبوڅخه د استفادې په دلیل ناروغان کېدل.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته