په کاپیسا کې د څښاک اوبو څلور پروژې پرانیستل شوې

۲۹- کابل / د مرغومي۱۵مه / باختر
د څښاک اوبو څلور پروژې د کاپیسا د کوهستان په لومړۍ او دویمې برخې ولسوالیو او د کاپیسا د مرکز په ښوونځیو کې پرانیستل شوې.
د کاپیسا ټولنیز مرستیال بیاني سلیمي باختر آژانس ته وویل چې یادې پروژې د اتو میلیونو افغانیو په لګښت د سرې میاشتې ټولنې په مرسته د کوهستان د لومړۍ او دویمې برخې ولسوالیو او د کاپیسا په مرکز کې په څلورو ښوونځیو کې پلې شوې دي.
د کاپیسا د افغاني سرې میاشتې د ټولنې سرپرست میرویس اکرم وایي چې په دغه ولایت کې به د دوی همکارۍ دوام ولري.
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته