خبرونهټولنه

په کاپیسا کې د محافظوي دیوال او اوبو لګولو کانال د جوړولو چارې پيل شوې

کابل، د وږي ۲۲مه، باختر
د کاپیسا د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو ویلي چې د دغه ولایت په نجراب ولسوالۍ کې د یوه محافظوي دېوال او د اوبو لګولو یوه کانال د جوړولو چارې پیل شوې دي.
سرچینې باختر اژانس ته ویلي چې د مالیې وزارت له بودیجې څخه د دغه ولایت د نجراب ولسوالۍ په غاربور دره فرخشاه کلي کې د څه باندې ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت د ۸۰ مترو په اوږدوالي یو محافظوي دیوال او ۲۸ مترو په اوږدوالي د اوبو لګولو یوه کانال د جوړولو چارې پيل شوې دي.
د یادې پروژې د کار په جریان کې به لسګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره او په بشپړېدو سره به يې د نوموړي کلي د اوسېدونکو سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه او د سیلابونو له زیان څخه خوندي شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته