کابل، د لېندۍ ۲۸مه، باختر
د کاپیسا د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین د دغه ولایت په کوهستان ولسوالیو کې د اوبو رسولو ۴ شبکو د بشپړېدو خبر ورکوي.
د یاد ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د یونیسف په مالي ملاتړ د یاد ولایت په حصه اول او حصه دوم کوهستان ولسوالیو کې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د ۴ شبکو د ترمیم چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د مسوولینو په خبره، په یادو شبکو د ۵۰، ۶۰، ۳۵ او ۱۰ متر مکعب په وړتیاوو د اوبو ذخیرې، د ۱۰۴سولر تختو نښلول او د ۲۲۴۰ مترو په اوږدوالي پایپ غځول شامل دي.
د یادونې وړ ده، چې د یادو شبکو په بشپړېدو سره د دغو ولسوالیو ۱۶۵۰ کورنیو، د یو ښوونځي زده کوونکو او دوه مدرسو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.