نړۍ

په کاپیسا کې دوه تنه طالبان ټپیان شول

کابل – باختر د کب دمیاشتې ۱
د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ په مربوطاتوکې تېره شپه د سیمه يیزو پولیسو او طالبانو ترمنځ نښته کې دوه تنه وسله وال طالبان ټپیان شول.
د کاپیسا ولایت د امنیتې قوماندانۍ د اوپراسیون آمر سمونمل امان الله د باختر آژانس خبریال ته وویل: دغه جګړه د تګاب ولسوالۍ د تبرخیلو په سیمه کې د دغو دوو ډلو ترمنځ ونښته چې له امله يي دوه تنه وسله وال طالبان ټپیان شول.
د کاپیسا ولایت د امنیې قوماندانۍ د اوپراسیون د آمر د څرګندونو له مخې: دغه دوه تنه طالبان چې په دې پیښه کې ټپیان شوي دي؛ یوه تن يی د تګاب ولسوالۍ د تبرخیلو په سیمه کې د طالبانو د ډلې‎ د یوسرګروپ مولوي بشیر ورور دی.
خبرځای زیاته کړه: په دې پیښه کې ۳ تنه سیمه يیز پولیسان هم ټپیان شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته