امنیت

په کاپيسا کې کرل شوي کوکنار وارول شول .

کابل باختر د ثور شپاړلسمه :
دکاپيسا ولايت دتګاب په ولسوالۍ کې له پرون راپديخوا  دنږدې پنځوس جريبه  ځمکې په ساحه کې کرل شوي کوکنارو واړول شول
  دکاپيسا ولايت دامنيې قوماندانۍ داوپراسيون آمر  سمونوال اسد الله حميدي دباختراژانس خبريال ته وويل دغه کوکنارددغه ولايت له نشه يي توکو سره دمبارزې درياست په غوښتنه دامنيتي ځواکونو له خوا واړول شول  .
ده زياته کړه دکرل شويو کوکنارو داړولو پروګرام  هماغه شان دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته