ټولنه

په کاپيسا کې څوارلس پروژې ګټې اخستنې ته وسپارل شوې

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٦
څوارلس ټولګټې پروژې نن په کاپيسا ولايت کې د ملي پيوستون دپروګرام له خوا ګټې اخستنې ته وسپارل شوې .
دکاپيسا ولايت دکليو دبياجوړولو او پراختيا رييس د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پروژې د کاپيسا ولايت دکليو دبياجوړولو او پراختيا رياست له خوا د ١٨ مليونو افغانيو په لګښت د دغه ولايت په مرکز او د کوهستان د لومړۍ برخې او د کوهبند په ولسواليوکې ګټې اخستنې ته سپارلې شوې دي چې د دوو ژورو څاګانو کيندل، د دريو ټولنيزو سالونونو، دکرنې د اوبو د يوې زيرمې، د ٨٠ مترو په اوږدوالي د محافظوي ديوال، استنادي ديوال او د ١٩٠ مترو ګابيوني ديوال جوړل پکې شامل دي.
ددغو پروژو په بشپړيدو سره ٢ زره ٢٨٠ کورنۍ له ښيګڼو څخه يې ګټه اخلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته