امنیت

په کاپيسا کې په يوې ځوانې نجلۍ جنسي تيرى وشو .

کابل باختر  دمرغومي اوومه :
په کاپيسا ولايت کې په يوې شپاړلس کلنې نجلۍ دناپيژاندو کسانو له خوا جنسي تيرى وشو .
او په دې اړوند  يو تن نيول شوى دى .
دکاپيسا ولايت  امنيه قوماندان  دباختراژانس خبريال ته وويل دغه نجلۍ دشپږو تنو له خوا دنجراب په ولسوالۍ کې  وتښتول شوه او يوتن يې په دې تيرى کړى دى .
  يوه اړونده خبرځاى وويل،  پوليسو وروسته  دغه نجلۍ دامن کور ته ليږدولې ده  او دتيرى  علت  شخصي دښمني بلل شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته