ټولنه

په کاپيسا کې پنځه پروژې ګټې اخستنې ته وسپارل شوې

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٦
د ملي پيوستون پنځه پروژې نن په کاپيسا ولايت کې ګټې اخستنې ته وسپارل شوې.
دکاپيسا ولايت د کليو د بياجوړولو او پراختيا رييس د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پنځه پروژې دکاپيسا ولايت په مرکز او د دغه ولايت د کوهستان د لومړۍ او دويمې برخې او د کوه بند او نجراب په ولسواليوکې ګټې اخستنې ته سپارلې شوې دي.
خبرځاى زياته کړه: په دغو پروژوکې د ټولنيز مرکز، استنادي ديوال او د زرو مترو په اوږدوالي د سړک جوړول او د کرنې اوبو د بند جوړول شامل دي.
دغه پروژې د ملي پيوستون د پروګرام له بودجې څخه د يوولسو مليونو افغانيو په ارزښت جوړې شوې دي.
له دغو پروژو څخه د دغو سيمو او ولسواليو څه د پاسه ٢ زره ٥٠٠ تنو اوسيدونکوګټه اخستې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته