په کاپيسا کې ٣ ملکيان دماين په چاودنه کې ووژل شول
کابل / د غبرګولي ٧ مه / باختر
په کاپيسا کې ٣ ملکيان د يو ماين په چاودنه کې ووژل شول.
دغه پېښه نن سهار په محمود راقي ښارهغه وخت وشوه چې يو ماين ښخ کړاى شوى ماين د يوشمير ملکي وګړو په منځ کې وچاوديد.
د کاپيسا امنيتي خبرځاى باخترآژانس ته وويل په دې چاودنه کې درې ملکيان ووژل شول.
تراوسه پورې هيچا يا کومې ډلې د دې ماين د ښخولو مسووليت په غاړه نه دى اخيستى.
پاى \ ذ