په کاپيسا کې سلګونو کورنيو د څښاک اوبو ته لاسرسى پيدا کړ

کابل / د غبرګولي ٢٣ مه / باختر
کاپيسا کې د اوبو رسولو د يوې شبکې په جوړېدو سره سلګونو کورنيو د لومړي ځل لپاره د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسى پيدا کړ.
د کليو د بيارغاونې اوپراختيا وزارت وايي د دغې شبکې په جوړېدوکې ٣ ميليونه افغانۍ لګول شوي دي.
د کاپيسا د کليو د بيا رغاوني او پراختيا رياست يوه چارواکي باختراژانس ته وويل :
د کاپيسا ولايت څه د پاسه زرو نورو کورونو ته د اوبو رسولو د شبکو په جوړولو سره د اوبو رسولو هڅې روانې دي.
د محمود راقي ښاريان د دې شبکې له جوړېدو خوښ دي او وايي دوى له کلونو کلونو را په دې خوا له ناپاکو او سرخلاصو اوبو څخه په استفادې سره په ډول ډول ناروغيو اخته کېدل.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته