٤٥- کابل / ليندۍ ٢٢مه / باختر
د کاپيسا د کرنې او اوبو لګولو مسوولين وايي چې تراوسه په دغه ولايت کې د کبانو د روزنې ٢٦ فارمونه جوړشوي دي.
د کاپيسا د کرنې او مالداري رييس باختراژانس ته وويل کاپيسا له هغو ولايتونوڅخه دى چې د کبانو د روزنې لپاره مناسبه اوبه اوهوا لري اوسږ کال د کبانو١٥مټريک ټنه غوښه او د کبانو دوه سوه اويا زره بچيان توليد شوي دي.
هغه زياته کړه چې صياد د کبانو د وړاندې کولو لپاره مناسب بازار دى چې په هغه کې نه يواځې د کاپيسا کبان پلورل کېږي بلکې د نورو ولايتونو او له هېواد څخه وارد شوي کبان پکې پلورل کېږي.
ختم_ج _اکرم
4 د یوې دقیقې څخه لږ