په کاپيسا کې د پوليسو يو افسر شهيد کړای شو

کابل / د غبرګولي ۳۰مه / باختر
وسله والو کسانو تېره شپه د پوليسو يو افسر په کاپيسا کې شهيد کړ.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د کاپيسا د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالشايق شورش رسنيو ته وويل چې د کاپيسا د مرکز محمودراقي د دويمې حوزې له تروريزم سره د مبارزې آمر عبدالنصير ګلبهاري په طالبانو پورې اړوند وسله والو کسانو په بريد کې سخت ټپي شو او روغتون ته تر لېږدونې وروسته سا ورکړه.
خبرځاى زياته کړه چې د پوليسو دغه افسر په سيمه کې امنيتي پوستې کتلې چې له لرې واټن څخه پرې بريد وشو.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته