امنیت

په کاپيسا کې د يو لړ چاودنو مخه ونيول شوه

– دمحمودراقي ښار باخترد لړم دمياشتې ٣ نيټه :
په کاپيسا ولايت کې د يولړ چادونو مخه ونيول شوه.
امنيتي مامورينو نن سهارشپږ ماينونه د دغه ولايت له ګڼ ميشتو لارو څخه کشف        اوشنډ کړل.
زياتره دغه ماينونه په نجراب ولسوالۍ کې ځاى پرځاى شوي و .
دهېوادپه ختيځ د پوليسو يوه جګپوړي قوماندان دباخترآژانس خبريال ته وويل ؛  امنيتي مامورينونن سهارشپږ ماينونه  دکاپيسا ولايت له ګڼ ميشتولاروڅخه کشف اوشنډکړل.
ده وويل: وسله والو طالبانو غوښتل د دغو ماينونو په خښولو سره ملکي وګړو ته  خونړۍ پيښې رامنحته کړي، خو بريالي نه شول.
ددغو ماينونو د خښولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي .
تر اوسه پورې هېچا يا کومې ډلې ددغو ماينونو د خښولو مسووليت په غاړه نه دى اخيستى خو سيمه ييز خبرځايونه وسله وال طالبان د دغه کار مسوول بولي .
وسله وال طالبان په افغانستان کې زياتره په ګڼو ميشتو لارو کې د ماينونو په خښولو لاس پورې کوي چې زياتره ملکي وګړي پکې قرباني کيږي.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته