په کاپيسا کې د يو لاسي بم په چاودنه کې دوه ماشومان وژل شوي دي
کابل/ د وري١٣ مه / باختر
په کاپيسا کې د طالبانو سيمه ييز چارواکي وايي په دغه ولايت کې د يولاسي بم په چاودنه کې ۲ ماشومان وژل شوي او یو بل ټپی شوی دی.
د کاپيسا يو امنيتي مسوول کريم الله وثيق د باخترآژانس خبريال ته وويل چې دغه پېښه د تګاب ولسوالۍ په نوروزخېلو کلي کې رامنځته شوې ده.
وثيق زياته کړه دغه چاودنه هغه وخت رامنځته شوه چې ماشومان له يو لاسي بم سره لوبې کولي.
\ ذ