-کابل باختر د لړم يوولسمه :
د کاپيسا ولايت امنيتي مسوولين په دغه ولايت کې د شهيدانو له کورنيو سره د نغدي مرستو خبره کوي او وايي چې دوى د درې څلويښتو شهيدانو په کورنيواته مليونه او شپږ سوه زره افغانۍ نغدې پيسې ويشلې دي .
د کاپيسا ولايت امنيه قوماندان احمد فهيم قايم د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د هر شهيد کورنۍ ته دوه سوه زره افغانۍ رسيږي.
په خبرکې ويل شوي دي، په هغې غونډه کې چې د دغې مرستې د ويش په موخه دکاپيسا ولايت په امنيه قوماندانۍ کې جوړه شوې وه؛ د دغه ولايت امنيتي مسوولينو، په ولايتي شورا کې د خلکو استازو، جهادي قوماندانانو او د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو رياست استازي ګډون کړى و .
د کاپيسا ولايت امنيه قوماندان د امنيت په تامينولوکې دامنيتي ځواکونو هلې ځلې وستايلې او ژمنه يې وکړه چې په دغه ولايت کې د امنيتي ځواکونو د شهيدانو د کورنيو ستونزې حل کوي .
0 1 دقیقه لوستل