په کاپيسا کې د ترافيکي پيښې له امله د پنځو تنو مرګ ژوبله
کابل باختر د چنګاښ اتمه:
د کاپيسا ولايت په مربوطاتوکې د دوو ترافيکي پيښو له امله يوتن ووژل شو او څلور تنه نور ټپيان شول .
د کاپيسا ولايت د کوهستان د لومړۍ برخې ولسوال عبدالفتاح شفيق د باختر آژانس خبريال ته وويل: پرون مازيګر په لومړۍ پيښه کې يو ګړندى موټر په زياتې چټکتيا سره له خپل تګلوري څخه واوښت او چپه شو چې له امله يې يو تن ووژل شو او درې تنه نور تپيان شول .
د کاپيسا ولايت د کوهستان دلومړۍ برخې ولسوال وايي چې د دغې پيښې ټپيان روغتون ته ليږدول شوي او روغتيايي حالت يې مخ په ښه والي دى .
ويل کيږي چې دموټر چلوونکو بې احتياطي، د ترافيکي نښو نښانو نشتوالي او د واټونو د سور کمښت هغه ستونزې دي چې کله ناکله په واټونوکې له هېوادوالو څخه قرباني اخلي .