امنیت

په کاپيسا کې دوه تنه ملکي وګړي ديوه طالب له خوا ووژل شول .

کابل باختر د سلواغې  څليرويشتمه :
يوه طالب نن په کاپيسا ولايت کې دوه تنه ملکي وګړي ووژل . 
دکاپيسا ولايت دامنيې قوماندانۍ داوپراسيون آمر سمونمل  امان الله دباختراژانس خبريال ته وويل دکاپيسا ولايت د اله ساى  ولسوالۍ د اسکين دکلي يوه اوسيدونکي چې دطالبانو دډلې غړيتوب لري ددغه کلي  دوه تنه نور اوسيدونکي په ډزو سره وژلي دي .
امان الله  زياته کړه په دغو کسانو په دې دليل چې دسيمه ئيزو پوليسو خپلوان و ، بريد وشو .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې داله ساي ولسوالۍ  داسکين کلي دوسله والو طالبانو ترواکمنۍ  لاندې دى  او پوليسو ددغې پيښې دعاملينو دنيولو لپاره پلټنې پيل کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته