کابل/ د لړم ٢٦مه/ باختر
اووه تنه نن د کاپيسا د نجراب ولسوالۍ په بازارکې په بايسکل کې د يو ځاى پرځاى شوي ماين په چاودنه کې ټپيان شول.
د کاپيسا د امنيې قوماندانۍ وياند شايق شورش د باختر آژانس خبريال ته وويل: د کاپيسا د نجراب ولسوالۍ په بازارکې په بايسکل کې د ځاى پرځاى شوي ماين په چاودنه کې يو پوځي او شپږ ملکي وګړي ټپيان شول.
تر اوسه د پېښې مسووليت هېچا نه دى منلى او په دې برخه کې د پوليسو څېړنې دوام لري.
پاى ذ
1 د یوې دقیقې څخه لږ