په کاپيسا ولايت کې د بزګر جشن ونمانځل شو .
کابل باختر د وري دويمه :
د بزګر جشن نن دکاپيسا ولايت دکوهستان د لومړۍ برخې په ولسوالۍ کې جوړ شو .
د باختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د کاپيسا د والي عبداللطيف مراد ، د اطلاعاتو او فرهنګ د رييس محمد رستم رستم زاده ، دکوهستان د لومړۍ برخې د ولسوال عبدالفتاح شفيق ، دکاپيسا ولايت د بېلابېلو ادارو د مسوولانو ، بزګرانو او د دغه ولايت د سلګونو تنو خلکو په ګډون ددغې ولسوالۍ د نساجي په ساحه کې جوړه شوې وه برخه والو په هېواد کې د سولې او امنيت دټينګښت لپاره د دعا لاسونه پورته کړل او د لوى خداى ( ج ) له دربار څخه يې په هېواد کې دکرنيزو محصولاتو لپاره د برکت غوښتنه وکړه .
په دې جشن کې د شعر او ترانې ويلو مراسم پرځاى شول او نور فرهنګي او تفريحي نمايشات هم اجرا شول . ختم_ عطاالله _ اکرم