امنیت

په کاپيسا ،ننګرهار او زابل کې دچاڼيزو عملياتو دوام.

کابل – باخترد مرغومي دمياشتې ٢٠
په تيرو ٢٤ ساعتو کې دغبار – ٧ په نامه په ګډو محاربوي او چاڼيزو عملياتو کې دوه تنه ډار اچوونکي ټپيان او دوه ميله وسلې ويجاړې شوي دي .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ : دغبار – ٧ په نامه په ګډو چاڼيزو او محاربوي عملياتو کې چې پخوا دکاپيسا ولايت دتګاب ولسوالۍ په مربوطاتو کې پيل شوي و دوه تنه ډار اچوونکي ټپيان او د هغوى يوه داشکه او يوه پيکا ويجاړ شوې ده او دغه عمليات په برياليتوب سره دوام لري.
دغه راز د زابل ولايت دشملزو ولسوالۍ دقندهار ولايت دشاه وليکوټ دولسوالۍ په مربوطاتو کې دامنيتي ځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهير کې درې تنه له تروريستانو سره دهمکارۍ په نورو ونيول شول او د دښمن درې موټر سايکلونه او دوه ايکم مخابرې هم دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي او درې ډول ډول ماينونه کشف او شنډ کړى شول .
د شاهين -٢٠ عمليات له څو ورځو راپه دې خوا دننګرهار ولايت په پچير او آګام ولسوالۍ کې دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته