کابل باختر د وري ديرشمه
دلومړي ځل لپاره دنورستان ولايت دکامديش په ناارامه ولسوالۍ کې دپوليسو دسرتيرو دپوځي روزنې پروګرام پيل شوى دى .
ددغه پروګرام په لومړي دوره کې دپوليسو شپيتو تنو افسرانو او سرتيرو په يو پوځي تعليمي مرکز کې پوځي زده کړې وکړې .
دنورستان دپوليسو مسوول غلام الله نورستاني باختر اژانس ته وويل دغو سرتيرو او افسران څلور اوونۍ دامنيت دتامينولو او له تروريرزم او جنايي مجرمينو سره دمبارزې نوى لارې چارې زده کړى .
ده دامنيتي ځواکونو دمسلکي کولو اړتيا ته په اشاري سره وويل چې دسرتيرو پوځي زده کړو دتروريزم پرخلاف دګټوري مبارزې او دامنيت دتامينولو په لاره کې اغيزه لري .
دنورستان دپوليسو مسوول وويل دوى هلې ځلې کوي چې ددغه بهير په دوام سره په کامديش کې دپوليسو ټولي سرتيري پوځي زده کړه وکړي .
دکامديش ولسوالۍ تراوسه پورې دوسله والو طالبانو له خوا کلابنده وه خو اوس دافغان ځواکونو دعملياتو په بهير کې ددغې ولسوالي دکلابندي کړى ماته شوې ده اوزياتي سيمې ددولت ترکنترول لاندې راغلي دي .