روغتیا

په کال کې ٣٥ زره تنه دتيونو دسرطان په ناروغيو اخته کيږي

کابل باخترد لړم د مياشتې  ٢ :
دعامې روغتيا وزارت نن  په خپل وخت  دتيونو دسرطان دپيښو دتشخيص   اودرملنې په موخه دعامه پوهاوي پروګرام پيل کړ.
دباخترآژانس دخبرله مخې :  دتيونو سرطان  دميرمنو په وړاندې  يوډير خطر ناک سرطان دى  چې دنړۍ دروغتيايي سازمان درپوټ له مخې  کال په کال     په منځني ډول له هرو اتو ښځو څخه يوه يې  دتيونو دسرطان په ناروغۍ اخته کيږي   چې دغه شان سرطان  له ٤٠ کلنۍ څخه تر ٤٥ کلنۍ پورې دښځو دمړينې يو ډير مهم نړيوال سبب دى.
دهېواد دعامې روغتيا وزير ډاکتر فيروز الدين فيروز وايي چې په کال کې  کابو   دتيونودسرطان کابو  ٣٥ زره  موارد تشخيصيږي او کابو پنځلس زره  تنه په دغې ناروغۍ داخته ٫ کيدو له امله له منځه ځي .
ډاکتر فيروز دتيونو دسرطان دنښو نښانوپه باب  دکافي معلوماتو نه لرل په خپل وخت  ددغه شان سرطان  دنه تشخيص  په لاره کې يو مهم عامل بولي او وايي چې دعامې روغتيا وزارت  داميدوارۍ دروغتيا دملي ستراتيژۍ له مخې  ژمن دى   چې دتيونو او درحم  دسرطان له امله رامنځته شوې پيښې اومړينې   دخلکو په تيره بيا دميرمنو دپوهې دکچې دلوړولو   اودسرطان دتشخيص اواهتماماتوپه باب دروغتيايي خدمتونو دوړاندې کوونکو دپوهې او مهارتونو دپياوړتيا له لارې   ددغې ناروغۍ کچه ټيټه کړي.
په روغتيايي چارو کې دهېواد دلومړۍ ميرمنې سلاکارې ډاکترې فوزيې الم   ددغه پروګرام پيلول دتيونو دسرطان پرخلاف دمبارزې په لاره کې يو مثبت ګام وباله او ويې ويل ؛ په دې وروستيو وختو کې دروغتيايي خدمتونو دوړاندې کولو په تيره بيا دتيونو دسرطان دعلاج او درملنې په لاره کې  زياتې هلې ځلې شوي دي خو سره له دې هم دې ته اړتيا ده چې په دې لاره کې زياتې هڅې وشي  ترڅو نور هيڅ يوه افغان ميرمن دتيونو دسرطان دناروغۍ له امله  ونه کړيږي.
دغه راز دکار ، ټولنيزو چارو ، شهيدانو اومعلولينو  وزيرې ډاکترې نسرين اوريا خيل ، دبشرد  حقوقو دخپلواک کميسيون رئيسې ډاکترې سيماسمر ، دپارلمان استازې شينکۍ کړوخيل  او دافغانستان  له سرطان سره  دمبارزې دبنسټ رئيس او دهېواد سندرغاړي اوپه افغانستان کې دسرطان پرخلاف دمبارزې سفير فرهاد دريا چې په دې پروګرام کې يې ګډون کړى و دتيونو له سرطان سره دمبارزې اوپه خپل وخت ددغې ناروغۍ دتشخيص اودرملنې په باب دعامه  پوهاوي د کچې دلوړولو په لاره کې  خپلې  ژمنې څرګندې کړې.
دعامې روغتيا وزارت په روان کال کې په افغانستان کې له سرطان سره  دمبارزې بنسټ په همکارۍ   ددغې ناروغۍ دتشيخص په برخه کې  داسانتياو دبرابرولو په موخه په  جمهوريت روغتون کې دسرطانونو دتشيخص يو مرکز  جوړ کړى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته