خبرونهامنیت

په کابل کې ۶ کسان د موټرو د غلا په تور ونیول شول

کابل، د لېندۍ ۴مه، باختر 

امنیتي سرچینو په پلازمېنه کابل ښار کې د موټرو د غلا په تور د ۴ کسانو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ باختر اژآنس ته په را استول شوي پیغام کې ویلي، چې نیول شويو کسانو به د کابل ښار په بېلا بېلو سیمو کې د موټرو غلا ګانې کولې، چې د پولیسو له لوري له ۲ موټرو سره یوځای ونیول شول.

د نوموړي په خبره د نیول شویو کسانو دوسیې به تر څېړنو وروسته اړوندو ارګانونو ته وسپارل شي.

د یادونې وړ ده، چې پولیسو تر دې وړاندې هم په پلازمېنه کې سلګونه کسان د غلا په تور نیولي او د قانون منګولو ته یې سپارلي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته