خبرونهامنیت

په کابل کې ۵ کسان د غلا په تور ونیول شول

کابل، د لېندۍ ۵مه باختر 

امنیتي سرچینو د کابل د پولیسو له لوري د غلا په تور د ۵ کسانو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

د کابل امنیې قومندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې یاد کسان د کابل ولایت د شکردرې په ولسوالۍ کې نیول شوي دي.

د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې نیول شویو کسانو د یادې ولسوالۍ په کوچکین ښارګوټي کې له یوه کور څخه ۸۰ زره افغانۍ، ۱۹۰۰ امریکايي ډالر، یوه اندازه سره زر او  ۵مبایلونه غلا کړي و، چې پولیسو ته تر خبرتیا وروسته لاس په لاس ونیول شول.

د یادونې وړ ده، چې د کابل پولیسو پرون هم په پلازمېنه کابل ښار کې د موټرو د غلا په تور ۶ کسان نیولي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته