خبرونهامنیت

په کابل کې یو کس د انسان تښتوونکو له منګولو څخه وژغورل شو

کابل، د سلواغې ۲۱مه، باختر

امنیتي سرچینو د پلازمېنې کابل ښار د ۱۶مې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د انسان تښتوونکو له منګولو څخه د یوه تن د ژغورل کېدو خبر ورکړی دی.

د ۱۶مې امنیتي حوزې جنايي مدیر عبدالرحمن مخلص په وینا د ضیاء الحق په نوم دغه کس درې ورځې وړاندې د انسان تښتوونکو له لوري تښتول شوی و، چې امنیتي ارګانونو ته د تښتول شوي کس د کورنۍ له لوري تر خبر ورکولو ورسته د تښتوونکو له منګولو څخه وژغورل شو.

مخلص زیاته کړه، چې انسان تښتوونکو د ضیاءالحق د خوشي کېدو په بدل کې د نوموړي له کورنۍ څخه د ۴سوه زره افغانیو د ورکړې غوښتنه کړې وه.

د جنايي مدیر په خبره امنیتي ځواکونو د یاد کس د تښتولو په تور دوه تورن کسان، یو موټر، ۴ موبایلونه او یو چرییز ټوپک هم نیولي دي.

هغه له هېوادوالو څخه غوښتنه وکړه، چې د مشکوکو کړنو او کسانو د ليدلو په صورت کې دې ژر تر ژره امینیتي او کشفي ارګانونو ته خبر ورکړي، تر څو په راتلونکي د جنايي پېښو د واقع کېدو مخنیوی وشي.

هېره دې نه وي، چې امنیتي ځواکونو تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلا بېلو ښارونو کې ګڼ شمېر کسان د انسان تښتوونکو له منګولو څخه ژغورلي او تښتونکي یې د قانون منګولو ته سپارلي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته