په کابل کې چاودنې درې ملکیان ټپیان کړل
کابل / د غبرګولي١۶مه / باختر
د کابل ښار په ۱۶مه ناحیه کې درې ملکیان په واټ کې د ښخ کړای شوي ماین په چاودنه کې ټپیان شول.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین رسنیو ته وویل چې دغه چاودنه نن سهار ۸ بجې او ۲۵ دقیقې د کابل ښار د ۱۶مې ناحیې په ملي بس څلورلارې کې په یو شخصي کرولا موټر کې وشوه چې په پایله کې درې ملکیان ټپیان شول.
دا په داسې حال کې ده چې پولیسو پرون د کابل ښار د شپږمې ناحیې په فیض محمد کاتب ساحه کې په واټ کې د یوې چاودنې مخه ونیوله.
پای/ سعیده