په کابل کې چاودنه وشوه .

کابل باختردوري درې ويشتمه :
په کابل ښار کې چاودنه وشوه .
رسنيو په خپلو لومړنيو رپوټونوکې دچاودنې سيمه دملي دفاع وزارت سړک ته څيرمه بللى دى .
دباختراژانس دخبرله مخې څو شيبې مخکې په کابل ښار کې چاودنه وشوه او ځينو رسنيو دچاودنې سيمه دملي دفاع وزارت دسړک په تګلوري کې بللى دى . تراوسه پورې پوليسو په دې باب نظر نه دى څرګند کړى . په همدې دليل دچاودنې ډول او ددغې پيښې د احتمالي تلفاتو او زيانونو په باب هم معلومات نه دى ترلاسه شوى .