په کابل کې چاودنه وشوه

کابل باختر د غبرګولي يو ديرشمه
دکابل ښار دنهمې ناحيې دبنايي په ساحه کې نن سهار چاودنه وشوه .
باخترآژانس ته په لومړنيو رارسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي چې دغه چاودنه په يوه کوچني بس موټر کې چې دولتي کارکوونکي يې ليږدول شوې ده .
عيني شاهدانو ويلي دي چې په دې چاودنه کې يوشمير کسانوته مرګ ژوبله اوښتې ده .
دکابل دامنيې قوماندانۍ وياند بصير مجاهد له رسنيو سره په خبرو کې دغه پيښه تاييد کړه او ويې ويل : چې يو ځانمرګى يرغلګرپه يو کاستر موټر چې دپل پاچا له کوڅې څخه عمومي واټ ته دداخليدو په حال کې و ، بريد وکړ .
ده دمرګ ژوبلې په باب زيات جزئيات ورنه کړه خو ويې ويل چې پوليس په دې باب تحقيق کوي او جزئيات وروسته خپريږي .
عيني شاهدانو وويل چې درې تنه لارويان هم دپيښې په سيمه کې ټپيان شوي دي .