امنیت

په کابل کې چاودنه وشوه

کابل باختر دمرغومى درې ويشتمه :
دکابل ښار داوومې ناحيې په مربوطاتوکې نن سهار دچاودنې له امله څلور تنه ټپيان شول .
دغه چاودنه دکابل ښار داوومې ناحيې په مربوطاتوکې دمير کابلي زيارت  په وړاندې دسرک نو په ساحه کې په يوه شخصي کرولا موټر کې رامنځته شوه .
عيني شاهدانو باختراژانس ته وويل  چې په دې پيښه کې څلور تنه ټپيان شوي دي.
پوليس ويلي دي چې دغه پيښه  دمقناطيسي ماين دچاودنې زيږنده ده .
جزييات وروسته وړاندې کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته