په کابل کې څه د پاسه پنځه زره متره مربع راګرځول شوې ځمکه کابل ښاروالۍ ته وسپارل شوه

 کابل، د لېندۍ ۱۹مه، باختر

د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د راګرځولو تخنیکي کمېسیون د پرېکړې پر بنسټ، د کابل ښار د ۲۲مې ناحیې اړوند بګرامیو سیمه کې ۵۵۰۰ متره مربع راګرځول شوې ځمکه، نن کابل ښاروالۍ ته وسپارل شوه.

د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ د کابل ښاروالۍ د حقوقي چارو رئیس او د کابل ښار د غصب شویو ځمکو د راګرځولو تخنیکي کمېسیون غړي مولوي محمدالله منصور، د راګرځول شوې ځمکې په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې د کابل ښار د ۲۲مې ناحیې اړوند بګرامیو سیمه کې، له غصب څخه ۵۵۰۰ متره مربع راګرځول شوې ځمکه کابل ښاروالۍ ته وسپارل شوه.

هغه پر نورو غاصبانو غږ وکړ چې غصب شوې ځمکې چې بیت المال دی؛ اسلامي امارت ته دې تسلیم کړي چې پر مستحقینو یې بېرته ووېشل شي.

د سیمې دوو اسېدونکو سیف الله او ضمیرالله هم له باختر آژانس سره په خبرو کې، له زورواکو او غاصبانو څخه د غصب شويو ځمکو د راګرځولو په خاطر؛ د اسلامي امارت فعالیتونه وستایل  او وویل چې باید په ټول هېواد کې غصب شوې ځمکې او کورونه له زورواکو واخیستل شي او اصلي خاوندانو ته یې وسپارل شي.

د یادونې وړ ده چې د کابل ښاروالۍ غصب شویو ځمکو ته د رسېدنې کمېټه د بېلابېلو ناحیه په کچه فعالیت کوي او په ټولیزه توګه په کابل ښار کې ۲۴ ښارګوټي تر تخنیکي او قضايي څارنې لاندې دي چې، د محاکمو له پرېکړې وروسته به یې د غصب مواردو ته رسېدنه وشي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته