کابل باختر د زمري شپږمه : له نشه يي توکواومسکراتوسره دمبارزې دعدلي اوقضايي مرکز درپوټ له مخې په کابل ښار کې د ( ک ) تابيلتونو قاچاق زيات شوي دي . له نشه يي توکو اومسکراتو سره دمبارزې دعدلي او قضايي مرکز مدير خالد نبي زاده واي چې د ( ک ) تابليت په ترکيب کې دمتيل دي اکسي امفتامين په ګډون څو مادې شتون لري چې دکارونکي روحيې او رواني حالت بدلوي او دانسان دروغتيا لپاره زيانمن دى . ده زياته کړه چې ددغو تابليتونو کارول دکارونکي دشخصي فزيکي رواني روغتيا لپاره زيان لري چې دسترګو د روښنايي دکمښت ، بې خوبي ، عصبي اختلالاتو او دپوستکي دزيانونو سبب کېږي دعامې روزغتيا وزير ډاکتر فيروز الدين فيروز باختراژانس ته وويل چې په سلوکې پنځلس دغه درمل په قاچاقي ډول هېواد ته وارديږي . دعامې روغتيا وزارت ددغو درملودپلورنې دمخنيوي لپاره چې په ځوانانو پلورل کېږي يوشمير روغتونونه اودرملتونونه تړلي دي خو خاوندانو يې بيا دخپلو روغتونونو اودرملتونونو په پرانستلو لاس پورې کړى دى چې موږ هغوى عدلي اوقضايي مرکزته وروپيژندل ديادونې وړ ده چې دغه تابليتونه دنورو لګښتي درملو سره له ګاونديو هېوادو څخه دقاچاقو په ډول افغانستان ته لېږدول کېږي . ختم – عطاالله – اکرم
0 1 دقیقه لوستل