په کابل کې په يوه ترافيکي پيښهکې يوتن ووژل شو .

کابل باختر دوږي يو ديرشمه : يو ځوان هلک نن سهار دکابل ښار په شپږمه ناحيه کې ديوې ترافيکي پيښې له امله ووژل شو . دکابل ترافيکي پيښو آمر سمونيار عبدالشکور صافي دباختراژانس خبريال ته وويل : دکابل ښاروالۍ دتنظيف اړوند يو کاماز موټر نن سهار دشپږو بجو په شاوخوا کې د شپږمې ناحيې د باقر العلوم دجومات په وړاندې يو اووه ويشت کلن ځوان وواهه او مړ يې کړ . دصافي دڅرګندونوله مخې ، مړي خپلوانو ته يې سپارل شوى دى اوچلوونکى نيول شوى دى . ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته