په کابل کې په دریو پېښوکې دوه تنه ووژل شول

کابل / د چنګاښ ۲۰ / باختر
په کابل کې په ۳ پېښوکې د هوايي قوا د یوپیلوټ په ګډون ٢ تنه ووژل شول.
د باخترآژانس د خبرله مخې، پرون ماښام د هوايي قواوو پیلوټ عزیزالله د کابل په نوي کارتې کې د ناپېژاندو وسله والو په ډزو کې ووژل شو.
د کابل پولیسو تایید کړی دی چې د کابل یو اوسېدونکی د ٨ ناحیې په ساحه کې په یوهدفمند ترورکې ووژل شو خو، د دغه سړي د هویت په اړه معلومات نه دى ورکړى.
دغه راز نن سهار د عبدالفتاح په نامه یو ۲۱ کلن ورزشکارد کابل ښار د ١٧ ناحیې په ساحه کې ووژل شو او د دغې وژنې انګېزه روښانه نه ده او پولیس د دغې پېښې د عاملینو د نیولو په لټه کې دی.
په یوه بله پېښه کې په کاسترموټرکې د يو مقناطسي ماین په چاودنه کې د دغه موټرد ویجاړېدوسبب شواو له نیکه مرغه د سرزیان نه درلود.
دا په داسې حال کې دی چې پرون د نوې کارتې په ساحه کې د معاملاتو د لارښونې په دفترکې د یوې چاودنې له کبله ۲ تنه ووژل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته