په کابل کې پنځلس تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونيول شول
کابل / د غبرګولي ۲۰ مه / باختر
د کابل پوليسو ١٥تنه د دغه ولايت په مربوطاتو کې د جنايي جرمونو په اړوند ونيول.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د کابل د امنيې قوماندانۍ منسوبينو دغه کسان د جنايي جرمونو په شک د کابل ښار له بېلابېلو سيمو څخه نيولي دي.
خبرځاى زياته کړه چې له نيول شويو کسانو څخه درې تومانچې ترلاسه شوې دي.
ختم- شکريه-اکرم