خبرونهامنیت

په کابل کې ٢٧ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونيول شول

۲۲- کابل / د مرغومي ٧ مه / باختر
پوليسو په تېرو٤٨ ساعتو کې په څو جلاجلا عملياتو کې ٢٧ تنه د کابل ښار له بېلابېلو سيمو څخه د جنايي جرمونو په اړوند ونيول.
د کابل پوليسو وياند فردوس فرامرز د باخترآژانس خبريال ته وويل چې دغه کسان د وژنې، ټپي کولو، د وسايطو د غلا، د غيرقانوني وسلو د ګرځولو، د موبايلونو د لوټولو، اخلاقي جرم، د جعلي پيسو د راجولو، د عامه نظم د ګډوډولو، د پيسوغلا او د نشه يي توکو د پلورلو په اړوند د کابل ښار په لومړۍ، دويمې، درېيمې، څلورمې، پنځمې ، اتمې، لسمې، يوولسمې، ديارلسمې، پنځلسمې او شپاړسمې ناحیو کې د پوليسو په عملیاتو کې له پېژندنې وروسته نيول شوي دي.
له نيول شويو کسانو څخه ٤ تومانچې او دوه نقليه واسطې هم د پوليسولاسته ورغلې دي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته