په کابل کې ١٢ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونيول شول
– کابل/ دغبرګولي ٥/ باختر
پوليسو په تېرو ٢٤ ساعتو کې د کابل ښار له بېلابېلو سيمو څخه ١٢ تنه د جنايي جرمونو په تړوا ونيول.
د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز د باخترآژانس خبريال ته وويل؛ پوليسو دغه کسان د ټيلفونونوغلا، د غيرقانوني وسلو د لېږد، د موټرو غلا، ټپي کولو او د الکولي مشروباتو د څښلو په تړاو د کابل ښار له لومړۍ ، دريمې ، څلورمې ، اتمې ، لسمې، اتلسمې او نوولسمې حوزې له مربوطاتو څخه ونيول.
له نيول شويو کسانو څخه ٣ تومانچې او يو غلا شوى موټر هم ترلاسه شوى دى.
پاى \ ذ