په کابل کې يو ٢٢ کلن هلک ووژل شو .

کابل باختر د وري شپږمه :
پوليسو ديوه ځوان هلک دوژنې په خاطر  چې پرون دڅلورمې کارتې په ساحه کې وژل شوى و  تحقيقات پيل کړي دي .
دکابل ولايت دامنيې قوماندانۍ دجنايي جرمونو پرخلاف دمبارزې دتحقيقاتو رييس جنرال محمد سالم الماس دباختراژانس خبريال ته وويل: مقتول  ٢٢ کلن و  چې دبرګر پلورنې  په يوه دوکان کې دڅلورمې کارتې په ساحه کې دچړې  په ګوزارونو سره ټپي شو او وروسته روغتون ته دليږدولو په وخت کې يې سا ورکړه  او  مړى يې عدلي طب ته ليږدول شوى دى .
دپيښې   درامنځته کيدو څرنګوالى تراوسه پورې روښانه شوې نه دى او پوليس پنځه تنه دقضيې دروښانولو په خاطر نيولي دي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته