کابل باختر دثوردمياشتې ٢٥ :
په کابل کې يو واټ دستر سياسي اوفرهنګي شخصيت اودپښتو ژبې دنوميالي شاعر عبدالغني خان په نامه ونومول شو .
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزير ډاکتر سيدمخدوم رهين په داسې حال کې چې دسرحدونو اوقبايلو دچارو وزير ډاکترمحمد اکرم خپلواک او دعبدالغني خان دزيږيدنې دسلمې کاليزې دنمانځنې دسيمينار يوشمير برخه وال حاضر وو، د المپيک ملي کميټې ته څيرمه واټ کې له يوې لوحې څخه دپردې په پورته کولو
سره دغه واټ دپښتو ژبې دنوميالي شاعر عبدالغني خان په نامه ونوماوه .
1 د یوې دقیقې څخه لږ